Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د جمعیت ګوند د کنګرې غونډه کې نښته؛ درې تنه وژل شوي

کابل ښار کې نن(پنجشنبې د کب په ۲۸مه نېټه) د جمعیت اسلامي ګوند د عطامحمد نور په مشرۍ څانګې لخوا جوړې شوې غونډې کې یو شمېر کسانو په ډزو لاس پورې کړ.

سرچینې وايي چې ډزو کې ۳ تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

انځورونه ښیې چې اوس مهال سیمې ته افغان ځانګړي ځواکونه رسېدلي دي.

شاهدان وايي ډزې د هغو کسانو لخوا شوې دي چې د کنګرې د ترسره کولو مخالف و.

په همدې حال کې سیمه کې د طلوع نیوز خبریال، شریف امیري وايي چې دغې نښتې کابو دوه ساعته دوام کړی دی.

ولسي جرګه کې د بلخ ولایت استازی، علم خان ازادي وايي یوه ډله وسله والو کسانو غوښتل چې د کنګرې د جوړېدو مخه ونیسي، چې اوس مهال یې څلور تنه نیول شوي او دوه نور به یې هم ونیول شي.

په همدې حال کې عطامحمد نور طلوع نیوز ته وايي چې پر کنګرې د نن ورځې برید یوه ترهګریزه کړنه ده.

کابل ښار کې د جمعیت اسلامي ګوند د عطامحمد نور په مشرۍ څانګې لخوا جوړې شوې غونډې کې یو شمېر کسانو په ډزو لاس پورې کړ

شریک یي کړئ