د پاکستان د عوامي نشنل ګوند مرستیاله بشرا ګوهر، د افغانسنان او منځنۍ اسیا هېوادونو د غونډې په دویمه ورځ بامیانو کې وویل، چې پاکستان تل افغانستان کې د سولې ټینګښت کې د مرستې ژمنه کړې خو لا یې دا ژمنه نه ده پوره کړې.
مېرمن ګوهر وايي، د پاکستان د ناسم سیاست موخه، د افغانستان او پاکستان د خلکو وېشل دي.
هغې زیاته کړه:«کهچېرې موږ اجازه وکړو چې زموږ خاوره د ترهګرو ډلو له خوا چې ښه او بد نه لري استفاده شي، هغوی زموږ له خاورې څخه استفاده کوي.»
دا پاکستانۍ سیاستواله، طالبانو سره سوله، دې ډلې د مشروعیت ورکولو مانا بولي.
مېرمن ګوهر وايي:«هغوی چې لاسونه یې د بې ګناهوو په وینه سره دي،له هغوی سره باید قانوني چلند وشي. نه دا چې له هغوی سره مذاکره وشي.»
په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت سلاکار، افغانستان کې د سولې د نه ټینګښت لامل، د افغانستان په حکومت کې اختلافونه بولي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت سلاکار سید رسول موسوي وايي:«څه د کډوالو او څه د ایران او افغانستان ترمنځ سرحدي شتونزې وي، هر کله چې په افغانستان کې منفي شرایط ولرو، هغې غاړې ته هم زموږ ستونزې زیاتېږي.»
په دغې غونډه کې، د امریکا د جیورج ټاون پوهنتون یو استاد کریشین فییر هم، د افغانستان په حکومت کې د بې نظمیو خبره کوي.
په همدې حال کې د سولې عالي شورا، د قانون نه حاکمیت او په حکومت کې د زورواکو او نشهیي توکو د مافیاو شته والی، په هېواد کې د سولې د نه ټینګښت لاملونه بولي.
د سولې د عالي شورا مرستیاله حبیبه سرابي وايي:«هر چا چې ټوپک درلود، څرګنده کړه چې قدرت لري! هر چا چې پیسې ولرلې، ډېر ځواک لري. له بده مرغه د ناعادلانه پیسو په وېش کې نړیواله ټولنه هم دخیله ده.»
د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د خبرو څلورمه غونډه؛ دا دوه ورځې وشوې چې په بامیانو ولایت کې، د څه باندې لسو سیمهییزو هېوادونو، امریکا، ناټو او ملګرو ملتونو د سازمان د استازو په شتون سره پیل شوې.
موخه داده ، چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې لپاره سیمهییزه همغږي رامنځته شي او د سیمې د هېوادونو ترمنځ اړیکې لا غوره شي.