Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غزني کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو مرکز ته نېږدې ځانمرګی برید

د غزني ولایت امنیتي چارواکي دغه ولایت کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو مرکز ته نېږدې د ځانمرګي برید خبر ورکوي.

دغه چارواکي زیاتوي، ځانمرګي برید کوونکي نن دوشنبه(د غويي په ۲۹مه نېټه) سهار وختي ۴:۳۰ بجې په موټر کې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.

چارواکو تر اوسه د دغې پېښې د مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق ارین برید تاییدوي، خو په تړاو یې جزییات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د غزني ولایت روغتیايي مسوولین وايي پېښه کې ۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۴۰ نور ټپیان دي.

دغه مسوولین زیاتوي چې روغتون ته ډېری لیږدول شوي، قربانیان د ملي امنیت کارکوونکي دي.

د برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

هیچ گروهی به‌شمول طالبان تاکنون مسؤولیت این حمله را به عهده نگرفته‌است.

د غزني ولایت روغتیايي مسوولین وايي چې روغتون ته ډېری لیږدول شوي، قربانیان د ملي امنیت کارکوونکي دي

شریک یي کړئ