Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني:په کورنیو چارو وزارت کې به ګمارنې د اړیکو پر بنسټ نه وي

ولسمشر غني نن سې‎شنبې د پولیسو د افسرانو د فراغت په غونډه کې وویل چې له دې وروسته په کورنیو چارو وزارت کې ګمارنې او ترفعې ګانې د افسرانو د ذاتي قانون له مخې ترسره شي.

په دغه غونډه کې ۴۴۶ تنه افسران د پولیسو له اکاډمۍ څخه فارغ شول.

ښاغلي غني د ملي شورا غړو ته هم ګواښ وکړ چې له دې وروسته په کورنیو چارو وزارت کې د خوښې وړ کس د ګمارنې او یا ترفیع لپاره هغوی دغه وزارت ته مراجعه ونه کړي.

هغه څرګنده کړه که‎چېرې دا کار ترسره نه‎شي، د هغوی نومونه به په رسنیو کې خپاره کړي.

ولسمشر غني همدارنګه په پولیسو کې د سمونې د پروګرام پر پلي کولو هم تینګار وکړ او وې ویل که‎چېرې پولیس اصلاح نه‎شي، قانون به پلی نه‎شي او په ټولنه کې به عدالت ټینګ نه‎شي.

د هغه په وینا، عدالت په مرمۍ نه بلکې پر پولیسو له اعتماد سره ټینګېدای شي.

هغه زیاته کړه چې د پولیسو ځواکونه دوه ستر مسوولیتونه لري، لومړی د ولسي جرګې او ولسمشریزو  ټاکنو د امنیت ټینګښت دی.

ښاغلي غني زیاته کړه چې په دې لړ کې نور امنیتي ځواکونه هم له پولیسو سره به مرسته وکړي.

شریک یي کړئ