ولسمشر غني نن(سېشنبې د لړم په ۲۱مه نېټه) ارګ کې خبري ناستې پرمهال وویل چې انس حقاني به په مشروط ډول له بنده خوشې کړی شي.
ښاغلي غني وویل چې حاجي مالي خان د ولي خان زوی، انس د جلالدین زوی او عبدالرشید د محمد عمر زوی به په مشروط ډول او له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیل او سولې ته د رسېدو په موخه له بنده خوشې شي.
ښاغلي غني د خپلو خبرو په پیل کې د یادو بندیانو خوشې کول سخته پرېکړه وبلله:« نن تاسې له یوې سختې او اړینې پرېکړې خبرووم. د ترهګرو په بند کې افغانستان کې د امریکايي پوهنتون د دوو بهرنیو استادانو په موندلو کې هڅو پایله نه درلوده او ښکاري چې د دوی روغتیايي حالت ښه نه دی.»
ده وویل چې له طالبانو سره په غیرمستقیمو خبرو اترو کې زمو غوښتنه د یادو استادانو خوشې کول وو.
نوموړي همداراز وویل چې باعزته سولې ته رسېدل بیه غواړي، خو دا بیه به په هېڅ صورت جمهوریت، د ښځو حقونه، زموږ ارزښتونه او لاسته راوړنې نه وي.
ولسمشر څرګنده کړه:«دا پرېکړه یې له نړیوالو شریکانو سره په ځانګړې توګه امریکا سره په مشورې، مو له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرو لپاره پرېکړه وکړه.»
د ولسمشر په وینا د طالب بندیانو خوشې کول به سولې ته زموږ ښه نیت ښکاره کړي. او د یادو بندیانو خوشې کول به د دښمن د لیکو پیاوړتیا او د جګړې د سختېدو لامل نشي.
د طالبانو یادو بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې به په ۲۰۱۶ کال کې په کابل کې د امریکايي پوهنتون د دوه بهرني استادان هم خوشې شي.