سپينې ماڼۍ په یوې خبرپاڼې کې ویلي دي چې د امریکا متحده ایالاتونو د ولسمشر مرستیال، مایک پنس تېره ورځ(دوشنبې د وږي۶مه) د افغانستان جګړې او سولې بهیر په اړه له ولسمشر غني سره خبرې کړې دي.
خبرپاڼه کې راغلي دي چې ښاغلي پنس په ټلفوني اړیکه کې د افغانستان او سویلي آسیا په اړه د امریکا متحده ایالاتونو تګلارې په اړه چې یو کال مخکې اجرايي شو هم خبرې اترې کړې دي.
ویل کېږي چې دواړو لورو د افغانستان روان امنیتي حالت، سولې بهیر او پر یوې غوره سیاسي حل لارې ټینګار کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې مایک پنس یو ځل بیا د افغانستان خلکو او امنیتي ځواکونو د امریکا او نړیوالې ټولنې ملاتړ څرګند کړی دی.
دواړو خواوو د افغانستان راتلونکو پارلماني ټاکنو په اړه هم خبرې اترې کړې دي.
په همدې حال کې ولسمشر غني په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي دي:«نن ماښام د امریکا ولسمشر مرستیال، مایک پنس سره خبرې وکړ ې، موږ د آسیا سویل او افغانستان په اړه د امریکا تګلارې او راتلونکو پارلماني ټاکنو او ولسمشرۍ ټاکنو په اړه خبرې وکړې. د امریکا ولسمشر مرستیال د افغانستان خلکو او امنیتي ځواکونو پر خپل ملاتړ ټینګار وکړ.»
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د هېواد پر یو شمېر برخو خپل بریدونو زیات کړي دي. کابو درې اوونۍ مخکې طالبانو د غزني پر ښار برید و کړ او درې ورځې افغان ځواکونو سره په نښتو بوخت وو.
له بلې خوا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر په ناڅاپي توګه له خپلې دندې استعفا وکړه. ښاغلي اتمر په خپلې استعفا پاڼه کې لیکلي چې هغه د حکومت په مشرتابه کې دجدي سیاسي اختلافونو له امله له خپل مقام څخه استعفا کړې ده.
وروسته له استعفا ولسمشر غني په امریکا کې د افغانستان سفیر، حمدالله محب د اتمر په ځای وټاکه.