ولسمشر غني د تېرې ورځې په ماښام د امریکې د متحده ایالاتو د مرستیال ولسمشر مایک پنس سره چې په یوه ناڅاپي سفر کې کابل ته راغلی وه لیده کاته وکړل.
ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغې لیدنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه ښاغلي غني د افغانستان د خلکو او حکومت لپاره د امریکا د مرستې او همکاریو له دوام څخه ستاینه وکړه.
ولسمشر غني په دغې لیدنه کې وویل چې د افغانستان او امریکې ترمنځ اړیکې د ګډو ګټو او د دواړو هېوادونو د ستراتېژیکو ګټو پر بنسټ له مخکې څخه به لا پياوړې شي.
ولسمشر غني همدارنګه په دغې لیدنه کې، د افغان حکومت له لاسته راوړنو څخه په ځانګړې توګه له فساد سره د مبارزې، د هر اړخیزو اصلاحاتو راستو په برخه کې او همدارنګه د سیمهییزو همکاریو په اړه یادونه وکړه هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې سوله او ټیکاو په سیمه کې د پراختیا لپاره مهمه ده.
بل لور په دغې لیدنه کې د امریکې د ولسمشر مرستیال مایک پنس هم وویل چې هېواد یې تل د افغانستان د خلکو او دولت ترڅنګ دی او په بېلابېلو برخو کې به دا ملاتړ دوام او پراختیا ومومي.
ښاغلي پنس له افغانستان سره د اقتصادي ودې او د سولې د ټینګښت په برخه ډاډ ورکړ او وې ویل چې د افغانستان او سوېلي اسیا لپاره د امریکې د تګلارې اصلي چورلیز په افغانستان کې سوله او تیګاو دی.
په ورته وخت کې ښاغلي پنس د حکومت له مشرانو سره تر لیدنې وروسته د بګرام هوايي ډګر ته ولاړ او هلته یې له امریکايي سرتېرو سره ولیدل.
هغه امریکايي سرتېرو ته وویل چې د افغانستان په جګړه کې بریا ته تر هر بل وخت نېږدې شوي دي.
ښاغلي پنس وویل چېئ سوله په زور راځي او د افغانستان په جګړه کې د واکونو له زیاتېدو په دغې جګړه کې د بریا احتمال زیات شوی دی.
د ټرمپ مرستیال په افغانستان کې امریکايي ځواکونو ته په وینا او د نوي زیږدیز کال د کرېسمس جنش په درشل کې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ازادۍ او امنیت په ساتنه کې په څرګنده له افغانستانه خپل ملاتړ اعلان کړ او له پاکستان څخه یې وغوښتل ترڅو له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ترهګرو د پټنځاینو د ولو په لهمنځه وړلو کې همکاري وکړي.