ولسمشر غني د شانګهای غړو سرمشریزې په اتلسمه ناسته کې تېره ورځ(شنبې د غبرګولي۱۹مه) وویل چې موږ د سولې په اړه ملي هوکړې رامنځته کولو او له طالبانو سره نښتو پر ځای سیاسي حل لارې ته ژمن یوو.
ولسمشرۍ ماڼۍ د ولسمشر له قوله په خپله ټوېټر پاڼه کې ليکلي دي:«موږ خوښ یوو چې زموږ نړیوال همکاران سوله ته د رسېدو په موخه د افغانستان ملاتړ کوي.»
ښاغلي غني ویلي دي:«موږ شاهد یوو چې یوه پایدار او متصل افغانتسان لپآره سیمه ییزې هوکړې کېږي. د خلکو او دولت لخوا موږ مننه کوو او راټول شوي مشران به یو شمېر کړنې لا هم روښانه کړي.»
په دې ناسته کې ولسمشر غني ويلي دي چې نور د سیمهييزې سوداګر او انرژۍ په توګه د افغانستان ظرفیت یو خوب نه دی، بلکې یو واقعیت دي چې په چکټیا سره پر مخ ځي.
دی زیاتوي:«موږ هره ورځ د ملي شبکې پراختیا او پرمختګ په حال کې یوو او تر څو د ودې ځواک چمتو کړو.»
ده زیاته کړې ده چې د امریکا متحده ایالاتونو تګ لاره چې د آسیا سویل په اړه د سولې او ټیکاو په اړه اغیزمنه وه.
نوموړي زیاته کړې ده:«زموږ د سولې وړاندیز جامع دی او خوشاله یوو چې تېره ورځ طالبانو هم اوربند زموږ سره د مرستې په موخه ومانه.»
ښاغلي غني ټينګار کړی دی چې د ارثي فساد له منځه وړو په موخه موږ د یوه اصلاحي سپارښتې په حال کې یوو.
او وړاندې وايي چې ولسواکي د ټاکنو په مشري تړاو لري معتبرو، آزادو او عادلانه ټاکنو موږ د ۲۰۱۸ پارلماني او د ۲۰۱۹ زیږدیز کال د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کولو ته ژمن یوو.