Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني: زموږ د ماشومانو د وژونکو پر وړاندې ارامه کیناستل ګناه ده

ولسمشر غني د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لخوا د یرغلییزو بریدونو له پیله ستاینه کوي او څرګندوي، د هغو کسانو پر وړاندې ارام کیناستل چې زموږ ماشومان وژني، ګناه ده.

ښاغلي غني دا خبرې دوشنبې کورنیو چارو وزارت کې د افغان ځانګړو ځواکونو د لیدنې پرمهال وکړې.

هغه وايي کابل، ننګرهار او فاریاب کې وروستۍ بریدونه د سولې له تګلارې عدول ښیې او ځکه افغان ځواکونو یرغلییز بریدونه پيل کړل:« نن په داسې حالت کې واقع یوو چې د افغانستان او اسلامي نړۍ ډېری علما اوسنۍ تحمیلي جګړه جایزه نه بولي او طالبانو له بین المللي ځواکونو سره تړون وکړ، خو په خپلو خلکو او د هیواد په امنیتي او دفاعي ځواکونو بریدونه کوي چې دا عمل یې د توجیه وړ نه دی.»

ولسمشر غني همداراز وویل چې هېواد کې د وینو تویولو پایته رسېدو په موخه سوله غواړي.

ولسمشر همداراز ټینګار وکړ چې د پولیسو ترمنځ به اصلاحات رامنځته او پرې به پانګونه وشي:« په ملي پولیسو په ځانګړي ډول ځانګړې قطعې لا زیاته پانګونه کېږي، ځکه موږ په ګډه خلکو، خاورې او اسلامي او انساني ارزښتونو ته ژمنتیا لرو او په دې ټولو مواردو کې زما ملاتړ له تاسو سره دی.»

ولسمشر غني همداراز وویل چې هېواد کې د وینو تویولو پایته رسېدو په موخه سوله غواړي

شریک یي کړئ