Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غور کې امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده

د غور ځايي چارواکو نن (دوشنبې د کب ۲۶مه) وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو په یوه برید کې د امنیتي ځواکونو ۱۱ تنه وژل شوي دي.

د غور ولایت د شهرک ولسوال محمد کبیري وايي چې طالبانو تېره شپه د هرات - غور د لویې لارې په اوږدو کې برید کړی او نښته د څو ساعتونو لپاره دوام درولود.

هغه زیاته کړه:«په دغه برید کې ۱۱ تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي.»

د هغه په وینا، په دغې نښته کې څه باندې ۲۰ تنه طالب وسله وال هم وژل شوي دي.

د غور ولایت د شهرک ولسوال په دې اړه زیاتوي:«د امنیتي ځواکونو دوه عراده هاموې ټاکنونه هم سوځول شوي او یو بل ټانګ یې له ځان سره وړی دی.»

امنیتي ځواکونو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بلخوا طالبانو هم په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ