Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غور کې ماین چاودنې د پنځو کسانو ژوند واخیست او درې یې ټپیان کړل

د والي ویاند، عارف عابر طلوع نیوز ته وايي نن پنجشنبې(د زمري په ۳۰مه نېټه) د ماین چاودنې له کبله پنځو کسانو ژوند بایللی او درې نور ټپيان شوي دي.

ښاغلی عابر زیاتوي چې پېښه د دولتیار ولسوالۍ بادګاه سیمه کې هغه مهال شوې چې د ملکي کسانو موټر د سرک غاړې له ماین سره برابر شو.

د غور ولایت سیمه ییز مسوولین وايي چې د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې هېواد کې د ماین چاودنو مسوولیت چې قربانیان یې ملکي کسان وي، څوک په غاړه نه اخلي، خو امنیتي بنسټونه بیا په کې طالبان ښکېل بولي چې د افغان ځواکونو د نښه کولو په موخه د سرک غاړې ماینونه ږدې.

شریک یي کړئ