د ننګرهار پچیراګام ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې له کبله درې ملکي کسان وژل شوي او بل ټپي دی.
د یاد ولایت سیمه ییز مسوولین وايي پېښه نن(پنجشنبې د وږي په ۱۳مه نېټه) سهار شپږ بجې شوې.
د ننګرهار ولایت مقام خبرپاڼه کې رغلي دي چې په وژل شویو کې یو پلار او ۱۹ کلن زوی یې هم شامل دي.
دغه پېښه په داسې حال کې شوې چې د ملکي کسانو د سورلۍ ډاډسن موټر د سرک غاړې پر ماین برابر شوی دی.
د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.