غور ولایت کې د افغان ځواکونو پر پوستې د طالبانو د برید په پایله کې ۹ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او ۵ تنه نور ټپیان دي.
د یاد ولایت سیمه ییز چارواکي(یکشنبې د غويي په ۸مه نېټه) وايي طالبانو د شپې مهال د "بند باین" د افغان ځواکونو پر پوستې برید کړی او یاده پوسته یې نیولې ده.
بند باین د غور مرکز، فیروز کوه ښار له مهمو بندونو شمېرل کېږي.
د غور والي ویاند، عبدالحی خطیبي یاده پېښه تاییدوي، خو د مرګ ژوبلې کره شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي.
په همدې حال کې د غور ولایتي روغتون رییس، ډاکټر میراجان احمد وايي د پېښې له سیمې روغتون ته د ۹ افغان سرتېرو مړي او ۵ ټپیان وروړل شوي دي.