Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په غور کې د طالبانو برید ۸ تنه سرتېري وژلي

د غور د والي ویاند عارف عابر وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې د سیمه ییزې اردو پر یوې پوستې برید کړی دی چې په پایله کې یې د سیمه ییزې اردو ۸ سرتېري وژل شوي او شپږ تنه نور یې ټپیان دي.

هغه زیاتوي چې طالبانو تېره شپه د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د «قبرستان» په نوم امنیتي پوستې برید وکړ او دغه پوسته یې ولکه کړه.

ښاغلی عابر زیاتوي چې دغه پوسته لاهم د طالبانو په ولکه کې ده.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا ولسوالۍ د غور ولایت په لوېدیځ کې موقعیت لري.

د غور د والي ویاند وايي چې د طالبانو له برید وروسته، د سیمه ییزې اردو یوه پوسته هم نیولې ده.

شریک یي کړئ