د فاریاب ځايي چارواکو د شنبې په ورځ (د وږي په ۶ مه) ادعا کړې چې د دغه ولایت په قیصار او کوهستان ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۷۵ طالب اورپکي وژل شوي دي.
د فاریاب امنیه قومندانۍ چارواکي وايي چې د دوشنبې پر شپه د شپې په یولس او شل دقیقې د قیصار ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوي ولسوال ملا شرین ګل پر مېلمستون هوايي برید کړی چې په پایله کې د ملا شیرین ګل په ګډون ۵۰ طالبان وژل شوي او د هغوی دوه لېږدونکي ګاډي هم له منځه تللي دي.
له بلخوا د فاریاب امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په کوهستان ولسوالۍ د طالبانو پر اډې د هوايي بریدونو په پایله کې ۲۵ طالب جنګیالي وژل شوي او ۱۳ تنه نور یې ټپيان دي.
طالبان د حکومتي چارواکو دغه ادعاګانې نه دي منلې.