د هېواد ملي دفاع وزارت په فاریاب کې د طالبانو له یوه بنده د ۵۱ بندیانو له خوشې کولو خبر ورکوي.
د یاد وزارت خبرپاڼې له مخې یاد شمېر بندیان د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې ساتل کېدل چې د افغان ځواکونو د پوځي عملیاتو په ترڅ کې خوشې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې د طالبانو له بنده په ۵۱ خوشې شویو کسانو کې افغان پوځیان او ملکي کسان شامل دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د طالبانو په بند کې د افغان ځواکونو او ملکي کسانو ترڅنګ ۲۰ طالبان، څلور داعشیان او اته تنه بهرني وګړي هم بندیان وو چې د افغان ځواکونو لخوا نیول شوي دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.