د فاریاب پولیس په دې ولایت کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په پایله کې د ۲۰ طالب وسلهوالو له وژل کېدو خبر ورکوي.
دوی زیاتوي چې پوځي عملیاتو کې ۱۴ طالب وسلهوال ټپیان شوي دي.
د یاد ولایت پولیسو زیاتوي چې پوځي عملیات د افغان او بهرنیو ځواکونو لخوا په ګډه د فاریاب په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې ترسره شوي.
د فاریاب د پولیسو ویاند، عبدالکریم یورش څرګندوي چې په وژل شویو طالبانو کې د قاري تاج الدین په نامه د دې ډلې یو قومندان هم شامل دی.
ښاغلي یورش وړاندې وايي چې اوولس طالب وسلهوال له خپلو وسلو سره ځانونه افغان ځواکونو ته سپارلي دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.