د فراه ولایت د ولایتي شورا مرستیال، دادالله قانع (نن شنبې د کب۵مه) وايي چې کابو ۲۰ تنو افغان سرتېرو تېره شپه د طالبانو په یوه برید کې خپل ژوند وبایلود.
دی زیاتوي چې یادو سرتېرو هغه مهال ژوند له لاسه ورکړ چې طالب وسلهوالو د افغان سرتېرو پر پوستو برید وکړ.
د ښاغلي قانع په وینا، برید د شپې پر مهال کابو ۲ بجې د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په شاخبالا کنسک سیمه کې شوې ده.
ده وړاندې وویل چې طالبانو دوه سرتېري له یو شمېر وسلو سره له ځانه سره بېولي دي.
د ولایتي شورا مرستیال څرګندوي چې مخکې له دې د فراه مرکز په سور شمالګاه سیمه کې د نښتې راپور ورکړل شو او افغان ځواکونه په کې بوخت وو چې طالبانو له دې موکه ګټه پورته کړې ده.
په همدې حال کې د فراه مرستیال والي، محمدیونس دا پېښه تاییدوي، خو جزییات یې نه دي ورکړي.
وسلهوال طالبان دا پېښه تاییدوي.