دفاع وزارت په فراه کې د تخنیکي ستونزو له کبله د یوې چورلکې نسکورېدو خبر ورکوي.
یاد وزارت وايي د پوځ چورلکه نن(چهارشنبې د مرغومې په ۱۸مه نېټه) چې د فراه له مرکزه د پرچمن ولسوالۍ پر روانه وه، نسکوره شوې او دوو پیلوټانو یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
دفاع وزارت د چورلکې نوعیت مې ۳۵ ښودلی.
د دفاع وزارت ویاند، فواد امان وايي چې یاده چورلکه د افغان ځواکونو د اکمال لپاره روانه وه، نسکوره شوې ده.
په همدې حال کې د فراه ولایتي شورا غړی وايي چې چورلکه د پرچمن ولسوالۍ ته نېږدې پر یوه غره رالوېدلې ده.