د هرات د کډوالو او بېرته راستنېدو چارو ریاست وایي، وروستیو دوو اوونیو کې له ایرانه د راستنېدو افغانانو شمېر دوه چنده زیات شوی.
د هرات د کډوالو او راستنیدونکو چارو رییس، احمد جاوید نادم وايي چې د ورځې تر ۲۰۰۰ تنو زیات کسان د اسلام کلا له پولې هېواد ته راځي او ډېری یې د کرونا ویرس له وېرې دا هېواد پریږدي.
د هغه په وینا:«کله چې د کرونا ویروس خبره او ناروغي یې په ایران کې خپره شوه، موږ شاهد یوو چې د اسلام کلا له لارې زموږ د هېوادوالو راتګ زیات شو چې د ورځې ۲۰۰۰کسان هېواد ته راځي.»
د نیمروز د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس، محمد سلیم قضايي خیل وايي:«د ورځې ۱۷۰۰ تر ۱۸۰۰ کسان راځي چې په کې ښځې، ماشومان په زوره ویستل شوي او داوطلبه شامل دي.»
فراه د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس، رحم الدین ریګیوال څرګندوي:«۴۲۳تنه د ورځې وي چې له پولې راځي.»
د هرات د عامې روغتیا مسوولین او د ولایتي شورا غړي د اسلام کلا بندر پرانیستل او د ورځې د ایران او افغانستان ترمنځ د سلګونه کسانو تګ راتګ د اندیښنې وړ بولي.
د هرات د عامې روغتیا ریاست مرستیال، محمد آصف کبیر په دې اړه وايي:« دې ویروس په ایران کې ډېر کسان اخته کړي دي او ډېر یې مړه شوي دي. او زموږ افغانان هغه چاپېریال کې ژوند کوي. پولې خلاص پاتې کېدل د عامې روغتیا اندېښنه ده.»
د هرات د ولایتي شورا رییس، کامران علیزی زیاتوي:«هیڅ شک نشته، که سم تجهیزات نه وي، دا ناروغي به افغانستان ته هم راشي.»
د هرات سیمهییز چارواکي وايي د اسلام کلا بندر تړل د مرکزي حکومت صلاحیت دی خو دوي له ایرانه هیواد ته د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په مخه سخت روغتیایي تدابیر نیولي دي.
د هرات د والي ویاند، جیلاني فرهاد څرګندوي:«اسلام کلا پوله کې تابیاوې نیول شوې دي. محدودیتونه شوي دي. زموږ هڅه دا ده چې د دغه ویروس ګرځېدو مخه په هرات او افغانستان کې ونیسو.»
د هرات د عامې روغتیا ریاست د شمیرو له مخې په دغه ولایت کې د کرونا ویروس کابو شپيته شکمنې بیلګې ثبت شوې چې له هغې جملې د ۳۵ د آزموینې پایلې منفي اعلان شوې دي، د هرات د عامې روغتیا ریاست د مسوولینو په وینا په نوموړي ولایت کې د کرونا ویروس یوازې یوه مثبته پيښه ثبت شوې ده.