د سمنګانو ولایت سیمهییز چارواکي په دې ولایت کې له طالبانو سره د نښتې په ترڅ کې د ۱۰ ملکي کسانو له وژل کېدو خبر ورکوي.
دا چارواکي وايي چې د یاد ولایت د دره صوف ولسوالۍ په ګولې کلي کې د سیمې د اوسیدونکو او طالبانو ترمنځ په نښته کې لس تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.
د سمنګان د والي ویاند، احمد صدیق عزیزي وایي، دا نښته د یکشنبې په شپه(د سلواغې په ۱۴مه نېټه) هغه مهال رامنځته شوه چې طالبانو د سیمې له اوسیدونکو د عشر او ذکات غوښتنه کوله.
نوموړی زیاتوي، نښتې دوه ساعته دوام وکړ او د یوې ښځې په ګډون لس تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي. د ښاغلي عزیزي په خبره سیمې ته افغان ځواکونه رسېدلي دي.
د سمنګان د والي ویاند په خبره په دې نښته کې ۷ طالب جنګیالي هم وژل شوي دي.
د ګولې کلی د سمنګانو له مرکز نه کابو اویا کیلو متره واټن لري. د سمنګانو د والي ویاند وايي چې د یاد کلي امنیت د سیمې د خلکو لخوا تامین شوی او پولیس ځواکونه په کې نشته.
طالبانو بیا ویلي چې پر سیمه ییزو پولیسو یې برید کړی دی