وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له پکتیا څخه د اهل هنود ډله‎ییزه تېښته؛یوازې درې تنه پاتي دي

د پکتیا ولایت چې یو وخت د ۸۰۰ اهل هنود هېوادوالو کروبه وه، اوس په دغه ولایت کې یوازې درې تنه یې پاتې دي.

دغه هندوان او سیکان، وايي چې کورنۍ او خپلوان یې د جګړې او تاوتریخوالي له امله افغانستان یې پرېښی دی.

۴۸ کلن جګموهن سنګ له کلونو راهسې د خپلې مېرمنې سره په مرکز ګردیز کې ژوند کوي وايي پخوا اته سوه د سیکانو او هندوانو کورنیو په ګردیز ښار کې استوګنې وې خو خپل مینځۍ جکړو دوي هم اړ کړل چې ګردیز ښار پرېږدي او بهرنیو هېوادونو ته کډوال شي.

 جګموهن سنګ وايي خپلوان یې غواړي بېرته ګردیز ته راشي خو د اوسېدو ځایونه او درامسال یې ویجاړ پاتې دي نوموړی له حکومت څخه مرسته غواړي.

افغان سیک او د ګردیز اوسېدونکی جګموهن سنګ په دې اړه وویل:«دولت دې زموږ د اوسېدو لپاره ځای راکړي. له دولته ډېر څه نه غواړو، زموږ خپلوان چمتو دي ترڅو خپل هېواد ته بېرته راشي.»

۳۷ کلن راکېش کمار یوازینی هندو دی چې په ګردیز کې ژوند کوي وايي نوره کورنۍ یې په هندوستان کې استوګنه ده،هغه زیاتوي چې د خلکو لخوا نیول شوي ځایونه یې بېرته هندوانو ته وسپارل شي او د دوی لپاره دې په پکتیا کې د ژوند اسانتیاوې برابرې شي.

د کردیز بل سیک اوسېدونکی راکېش کمار څرګندوي:«موږ ته دې درمسال جوړ شي، زموږ پوښتنه دې وشي. زموږ جایدادونه غضب شوي ما یوه هټۍ پلورلې وه تراوسه یې پیسې نه دي راکړي.»

د ګردیز په اړونده بلاحصار سیمه کې پخوا افغان سیکانو او هندانو ژوند کوه خو اوس یې کورنه په کرایه ورکړي د سیمې اوسېدونکي وايي په تېرو وختونو کې دلته سیکانو او هندوانو ژوند کوه.

د ګردیز اوسېدونکی سید اشرف په دې اړه وویل:«دلته یې درمسال درلود. دلته یې کورونه وو، خو اوس یې خپل کورونه په کرایه ورکړي او یا هم غصب شوي دي.»

د ګردیز بل اوسېدونکی نجم الدین هم زیاتوي:«دلته یې عبادت کاوه. د بېلګې په توګه په مذهبي ورځو کې یې شمعې یې بلولې، خو نن نشته.»

په ورته وخت کې د پکتیا ولایتي شورا یو شمېر غړي وايي چې حکومت دې د سیکانو او هندوانو پورې اړوند ودانۍ دې بېرته ورکړي او افغان سیکانو او هندوانو کورنۍ ګردیز ته د بېرته راستنېدو لپاره دې ورته زامینه برابره شي.

د پکتیا د ولایتي شورا غړی تاج محمد منګل وايي:«هندوان او سیکان د پکتیا د نورو اوسېدونکو په څېر اړ شول چې کډوالي وکړي. له حکومته غواړو د هغوی د بېرته راستنېدو لپاره دې د روزنې او د ژوند د نورې اسانتیاوې برابرې کړي.»

د یادونې وړ ده هڅه مو وکړه چې د پکتیا د ولایتي ادارې د مسوولینو نظر واخلو خو بریالي نه‎شوو .

دغه هندوان او سیکان له حکومته غواړي چې د بېرته راستنېدو لپاره یې په هېواد کې زمینه برابره شي او غصب شوي جایدادونه یې بېرته ورکړل شي.

شریک یي کړئ