Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

لویه‎څارنوالۍ:د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي زیاتوالی موندلی

د هېواد لویې څارنوالۍ د دوشنبې به ورځ (د لیندۍ په ۶ مه) د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ۱۶ ورځني کمپاین په درېیمه ورځ، وویل چې په تېرو ۸ میاشتو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي څه باندې ۱ زرو او ۷۰۰ پېښې په دغه بنسټ کې ثبت شوي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي دوسیې د تېر کال په پرتله ډېرې بولي.

د هغه په وینا له هول ټکول څخه وروسته د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ډېری دوسیې د جنسي ځورونې دي.

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په چارو کې د لوی څارنوال مرستیال سینا شنا منصور وویل:«۴۹۸ دوسیې د شرغي پرېکړې لپاره لومړنۍ محکمې ته استول شوي، ۵۴۷ دوسیې د رسېدنې د واک د نشتون له امله نورو ادارو ته استول شوي او ۳۹۳ دوسیې نصراف شوي دي.»

لویه څارنوالۍ زیاتوي چې د روان هجري لمریز کال له پیله تراوسه د هول ټکولو ۹۹۵ دوسیې، ۱۴۷ دوسیې د جنسي تېري او ۱۱۵ د ځورونې، ۷۰ د وژنې، ۶۶ د ځان وژنې د هڅې او ۲۱ او د اجباري نکاح دوسیې څېړلي دي.

ښاغلي رسولي زیاته کړه:«نن د تېرې په پرتله عدالت ته د افغانستان د ښځو لاسرسۍ زیات شوی. ښايي په دې ورځو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي تر نامه لاندې د دوسیو شمېر د تېر په پرتله دومره پوتیر ونه لري بلکې هغه دوسیې چې نن ثبت شوي د عدالت د تامین لپاره عدلي او قضايي بنسټونو ته رسېږي له دې اړخه ډېر پېژندل کېږي.»

که‎څه هم لویې څارنوالۍ تېر کال د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي څه باندې ۲ زره دوسیې څېړلې وې، خو سږکال یوازې د ۸ میاشتو په اوږدو کې ۱ زره او ۷۲۶ دوسیې څېړل شوي دي.

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي څارنوالۍ مشره شازیې یوسیفي په دې اړه وویل:«۱۱۰ دوسیې له ترتیب څخه وروسته د تاوتریخوالي د له‎منځه وړلو ځانګړې محکمې ته استول شوي دي، ۲۵ دوسیې چې د تاوتریخوالي د مخنیوي ۳۹ قانون د دویمې فقرې له مخکې په هره مرحله کې چې زیانمن ترمنځ سوله وشي پېښه خوندي کېږي چې ۲۵ دوسیې په لومړني پړاو کې خوندي شوې.»

په داسې حال کې چې عدلي او قضايي بنسټونه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي خبر ورکوي، خو د ښځو له حقونو دفاع کوونکي بنسټونه وايي چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ډېری عاملان په سمه توګه نه مجازات کېږي.

شریک یي کړئ