د بلخ ولایت امنیتي چارواکي وايي چې نن(چهارشنبې د غبرګولي په ۲۱مه نېټه) د دغه ولایت د شورتېپې د ولسوال، محمدابراهیم د ماین په چاودنه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د امنیه قومندانۍ ویاند، عادل شاه عادل څرګندوي چې له ښاغلي ابراهیم سره د سیمه ییزو پولیسو د قومندان، معاون شریف او دریوو سیمه ییزو پولیسو هم ژوند له لاسه ورکړی دی.
هغه زیاتوي چې پېښه د یادې ولسوالۍ په اریغ کلي کې شوې ده.
ښاغلی عادل وايي چې یاد کسان له شورتېپې ولسوالۍ د مزار شریف ښار پر لور روان وو چې د سورلۍ موټر یې د سرک غاړې له ماین سره برابر شوی دی.
د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند د پېښې پړه پر طالبانو وراچوي او زیاتوي چې دغه ماین د یادې ډلې لخوا خښ کړی شوی وو.
خو طالبانو بیا ویلي، ماین په داسې حال کې چاودلی دی، د پېښې قربانیانو پر طالبانو د برید هوډ درلود.