Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

متقاعد جنرال جک کن: اړتیا ده امریکا په افغانستان کې پاتې شي

د امریکا متحده ایالتونو د پوځ د لوی درستیز پخوانی مرستیال جک کِن، وايي چې د تاوتریخوالي له دوام او د امریکایانو د لېوالتیا له کموالي سره اړتیا ده چې امریکا په افغانستان کې پاتې شي.

دغه متقاعد جنرال دغه څرګندونې د دغه هېواد په هېرټيج فونډېشن کې وکړې او زیاته یې کړه لیرې برېښيي چې له طالبانو سره دې خبرې پایلې ته ورسېږي.

د غه پخوانی امریکایی چارواکی په دې باور دی چې دا هر څه د طالبانو له لوري د اوربند او دغه راز په افغانستان کې لږ تر لږه د اته زرو او ۶۰۰ سرتېرو د پاتې کېدو په څېر شرایطو ته اړتیا لري.

د امریکا د لوی درستیز پخوانی مرستیال جک کن زیاتوي:«هغوی یا د طالبانو مشرتابه باور لري چې که متحده ایالتونه د وتلو هوکړه لیک لاسلیک کړي؛ دا کولای شي د طالبانو په ګټه د سیاسي او پوځي انډول په مانا وي او دا هر څه بالاخره د افغانستان د دولت د ړنګېدو لامل به شي.» 

دا متقاعد جنرال زیاتوي چې کېدای شي د امریکا او طالبانو تر منځ اوربند اعلان شي؛ خو د ده په وینا دا د سولې په مانا نه ده، بلکې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو د ترسره کېدو لپاره پر سمه لاره د یوه ګام اخیستل دي.

ښاغلی کن وايي:«واقعیت دا دی چې افغانستان لاهم د امریکا په ملي ګټو کې ځای لري او موږ دا هېواد طالبانو ته نه شو سپارلی څو له هغه هېواده د امریکا د امنیت د نه ګواښل کېدو تضمین ورکړي. دویم دا چې طالبان به له القاعدې سره اړېکې پرې نه کړي؛ هغوی دا کار ان د خپل رژیم د ړنګېدو په بدل کې هم ونه مانه؛ دا څنګه کېدای شي چې د یوې رسمي اعلامیې په خپرولو سره دا رابطه پرې کړي.»

بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم ازبیکستان ته په سفر او په دغه هېواد کې له خپل سیال سره په لیدنه کې د طالبانو او په جګړه کې د ښکېلو افغان ډلو تر منځ خبرې اړینې بولي؛ خو ټینګار کوي چې د دغو خبرو له پیلېدو مخکې باید تاوتریخوالی ودرول شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو څرګندوي:«دا مذاکرات به د افغانانو له لوري په خپله د هغوی تر منځ د سیمې د سولې ټيکاو او امنیت د ټينګښت لپاره وي .

دا مذاکرات به د تاوتریخوالیو د کموالي له مفهوم سره یوځای وي . نو له همدې امله موږ هیله من یو چې وکړو شو دغو مذاکراتو ته ورسیږو.»

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کامیلوف هم وايي:«موږ د طالبانو او امریکا متحده ایالتونو تر منځ د مستقیمو خبرو ملاتړ کوو . موږ باید واقعیت په پام کې ونیسو . هغوی یانې طالبان داسې ځواک دی چې له پامه نشي غورځېدای.»

خو د طالبانو ویاند د مایک پومپیو د خبرو په غبرګون کې وایي چې د سولې مذاکرات د ټرامپ ټویټ، د امریکا ګڼو غوښتنو او په واشګنټن او کابل کې د چارواکو اختلافونو له ستونزو سره مخ کړل.

شریک یي کړئ