د هېواد د مرکزي احصایې ادارې نن سېشنبې(د غوايي په ۱۹ مه)د ۱۳۹۵ کال د احصایې د کلنۍ له خپرولو سره په دغه کال کې د هېواد د اقتصادي ودې ۳،۶ سلنه اعلان کړ او وايي چې په دغه کال کې،د هېواد نفوذ ۲۹ مېلیونه او ۲۰۰ زره تنه زیاتوالی موندلی دی.
د دغو شمېرو پر بنسټ د دولتي کارکوونکو د ۸۰ سلنو تحصیلي کچه له لیسانس څخه ټیټه ده.
بالاخره د مرکزي احصایې ادارې د هېواد د بېلابېلو اقتصادي او ټولنیزو برخو او وګړو په تړاو د تېرکال وروستي مالومات خپاره کړل.
دغه شمېرې ښيي چې د هېواد وګړي په تېر کال کې دوه سلنه زیات شوي دي او د هېواد په وګړو کې د ښځو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.
پر دې سربېره د هېواد صادرات او دغه راز اقتصادي وده زیاته شوې ده.
د مرکزي احصایې د ادارې رییس شیرمحمد حامي زاده په دې اړه وویل:«اقتصادي وده باید موږ تعقیب کړو چې هر اړخیز وي او د ټولنې ټوله طبقه باید په دخیله وي.»
د دغو شمېرو له مخې د پوهنتونو په استادانو کې د ښځو ونډه ۱۱،۸ سلنه او په محصلینو کې دوه ۲،۷ سلنه ده .
اخوا د کار پر شرایطو برابرې یوازې ۲۹ سلنه ښځې چمتو دي چې کار وکړي .
د اقتصادي چارو کارپوه حسیب الله موحد وویل:«کله چې د کاري ځواک مشارکت په ځانګړې توګه د ښځو زیاتېږي،موږ وینو چې په اقتصاد کې یو بدلون رامنځته کېږي. کله چې د هېواد ۵۰ سلنه کاري ځواک چې مېرمنې دي، یوازې ۲۰ سلنه شامل دي او ۸۰ سلنه یې به یې کار ونه کړي،د هېواد اقتصاد به کلک ګوزار وارد کړي.»
د روغتیا په برخه کې د دغې کلنۍ شمېرې د اندېښنې وړ دي.
د دغو شمېرو له مخې په هېواد کې د هرو ۱۰ زرو تنو لپاره په روغتونونو کې یوازې درې ډاکټران او پنځه بسترونه شته او دغه راز ۱۳۹۵ کال کې د روغتیايي مرکزونو کموالی د ساري ناروغیو له پراختیا سره مل وو .او د ایډز د ناروغانو شمېر په ۱۱سلنې زیاتوالي سره څه باندې ۲ زرو تنو ته رسېدلی دی .