د مشرانو جرګې ریيس، فضلالهادي مسلمیار له پاکستان څخه غوښتنه کوي د دې په ځا چې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې خنډونه جوړ کړي، له خپلې خاورې دې د ترهګرو مشران وباسی او اجازه دې نه ورکوي چې په دې هېواد کې امن پټنځاینونه ولري.
نوموړی د یادې کرښې په اوږدو کې خنډونه جوړول یوطرفه او احمقانه پرېکړه بولي.
ښاغلی مسلمیار زیاتوي:«دا یوه احمقانه انګېرنه ده.»
هغه زیاته کړه:«هغه طالبان چې په اسلام اباد کې کورونه لري،او په پېښورکې مرکزونه لري او افغان وګړي وژني پاکستان باید هغوی مرکزونه بند کړي.»
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت په دې باور دی چې پر پوله د پاکستاني پوځيانو لخوا د موانعو جوړول کومه ګټه نه کوي، او پاکستان باید ترهګر په خپله خاوره کې په نښه کړي.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست، نجیب دانش وایي:«د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش وویل:«پاکستان باید د ډیورنډ کرښې پر ځای د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو مرکزونو ته خپله پاملرنه متمرکزه کړي.»»
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې پرسر ناندرې لري او دا ځل د پاکستاني پوځیانو لهخوا د ډیورنډ کرښې ته نېږدې په صفري سیمه کې د موانعو جوړول د کابل اندېښنې راپورته کړې دي.
د حقوقپوهانو ټولنې مرستیال، ګلاحمد مددزی څرګندوي:«هر ټول تاسیسات د دواړو هېوادونو هوکړې ته اړتیا لري هېڅ هېواد حق نهلري له ګاونډي هېواد سره له هوکړې څخه پرته په سرحدونو کې تاسیسات جوړ کړي.»
د راپورونو له مخې پاکستان تېره اونۍ د سېشنبې پر ورځ د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د موانعو جوړول پیل کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان ۲۰ زره پولهساتي پوځيان لري، خو پاکستان له افغانستان سره پولې ته نېږدې یو ۱۵۰ زره پوځیان ځای پر ځای کړي دي.