په هېواد کې د وروستیو نښتو نا امنیو او ځینو مشخصو جګړو په تړاو مشرانو جرګې امنیتي چارواکي ور غوښتي و، خو هغوی حاضر نه شول.
مشرانو جرګې د وروستیو نښتو په تړاو د ملي دفاع وزیر، د کورنیو چارو وزیر او ملي امنیت رییس ور غوښتي و، خو د جرګې د غړو په وینا د بې ځوابۍ له امله حاضر نه شول.
د دې جرګې غړی محمد رحیم حسنیار وايي، دوی له شرمندګۍ او بې ځوابۍ جرګې ته رانغلل؛ هغه زیاته کړه: «له دې امله چې شرمېدلي، له دې امله چې بې کفایته دي، له دې امله چې نظامي او جنګي مدیریت نه لري، دوی نهشي کولی د مشرانو جرګې ته حاضر شي.»
د مشرانو جرګې مشر فضلهادي مسلمیار په وینا امنیتي او دفاعي چارواکو قانون تر پښو لاندې کړی او په وینا يې دا ډول سرغړونې نور د زغم وړ نه دي.
هغه وویل: «زه بېخې متاسف یم چې د خلکو د استازو د غوښتنې پروا يې ونه کړه، له دې ځایه پر ولسمشر غږ کوم، چې دا قانون ماتوونکي باید له دې وروسته پر قانون برابر شي.»
په ورته وخت کې د هېواد په ترینګلي حالت کې د مشرانو جرګې غړي امنیتي چارواکي هم پر ټاکنیزو بوختیاوو کې ښکېل بولي.
د مشرانو جرګې د دفاعي کمیسیون مشر هاشم الکوزی وايي دوی د ولسمشر په ټاکنیز کمپاین کې بوخت دي، هغه زیاته کړه: «هره ورځ ولسمشر دوی مېلو ته غواړي د خپل کمپاین لپاره، دوی د خلکو د وینو په کیسه کې نه دي.»
دا په داسې حال کې دی چې له څو ورځو راهیسې په غزني کې تر ټولو خوندي ولسوالۍ هم د خونړیو پېښو شاهدانې دي.