Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

"مشرانو جرګه دې له ماشومانو د ملاتړ قانون تایید کړي"

د بشري حقونو ځينې فعالان او د ولسي جرګې ځينې غړي چې «له ماشومانو ملاتړ قانون» ته یې مثبته رایه ورکړې، اوس له مشرانو جرګې غواړي چې دغه قانون تایید کړي.

دغه قانون له څو کلونو وروسته، د روانې لمریزې میاشتې په ۱۸مه د ولسي جرګې له خوا تصویب شو؛ خو د ولسي جرګې ځينې غړي له دغه قانون سره مخالفت وښود.

اوس ټاکل شوې دغه قانون چې په هغه کې د ماشوم د بلوغ سن اتلس کاله تعیین شوی، د تایید لپاره مشرانو جرګې ته ولاړ شي او د مشرانو جرګې له تایید وروسته دغه قانون به اجرايي شي.

د موج تحول ګوند رییسه فوزیه کوفي وايي:«دا قانون د ماشوم د مدني حالت په اړه نه دی بلکې د ماشومانو د ملاتړ په هکله دی؛ له هغو ماشومانو ملاتړ چې ملاتړ ته اړتیا لري او دا د دې دلیل دی چې دلته سن مشخص شوی دی.» 

له بلخوا د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي هغه وکیلان چې د دې قانون د تصویب مخالف دي هڅه کوي د لاسلیکونو په راټولولو یو ځل بیا دغه قانون رای ګیرۍ ته وړاندې کړي.

د ولسي جرګې غړې شیرین محسني څرګندوي:«دغه قانون ته ۱۳۷ تنو رایه ورکړې او د مجلس رییس هم خپل چکش وهلی او دا قانون تصویب شوی، د قانون د تصویب په اړه هېڅ شک نشته. موږ هیله لرو چې اداري پلاوی ژر تر ژره مصوبه لاسلیک کړي او دغه قانون خپل قانوني پړاونه کچ کړي او د تصویب لپاره یې سنا ته واستوي.»

د حقوقي چارو کارپوه بصیر یوسفي بیا په دې اړه وویل:«د دغې پېښې د حل لپاره باید د فتوا په لټه کې واوسو چې هم د نړیوالو کنوانسیونونو په محدوده کې له ستونزه سره مخ شو او بلخوا په افغانستان کې اسلامي ارزښتونه هم خوندي پاتې شي.»

خو شاه زمان تره خېل چې د دغه قانون له تصویب سره مخالف دی وايي له ماشومانو د ملاتړ قانون ځینې مادې د اسلامي شریعت پرخلاف دي.

د ولسي جرګې غړی شاه زمان تره خېل زیاتوي:«له ماشومانو د ملاتړ په قانون کې، موږ د ماشومانو له حقونو سره ستونزه نه لرو چې ماشومان دې خپلو حقونو ته لاسرسۍ ونه لري، خو په دغه قانون کې له ماشومانو د ملاتړ او د ماشومانو له نومه ناوړه استفاده شوې ده.»

په داسې حال کې چې د ولسي جرګې د ښځو چارو او بشري حقونو د کمېسیون غړي وايي د افغانستان د سترې محکمې د دارالافتاح ریاست هم له ماشومانو د ملاتړ سند تایید کړی دی.

له ماشومانو د ملاتړ قانون په ولسي جرګه کې له کلونو اختلاف وروسته تیره اونۍ تصویب شو، دغه قانون ۱۶ فصلونه او ۱۰۸ مادې لري چې یوازې دریمه ماده یې چې د ماشوم د قانوني سن د ټاکلو په اړه ده یو لړ اختلافات یې رامنځته کړي دي. 

د بشري حقونو یو شمیر فعالین له مشرانو جرګې غواړي له ماشومانو د ملاتړ قانون په افغانستان کې د ماشومانو د ستونزو د هواري لپاره تصویب کړي.

شریک یي کړئ