Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مصالحي عالي شورا: طالبان باید د مذاکرې پيل لپاره زمینه برابره کړي

د ملي مصالحې عالي شورا وايي طالبان باید داسې ګامونه پورته کړي چې د افغانانو ترمنځ د مذاکرې د پيل لپاره زمینه برابره کړي.

ټاکل شوې وه چې دغه مذاکرات تېره اوونۍ په دوحه کې پیل شي؛ خو د حکومت او طالبانو د بندیانو د ازادولو بهیر د نه بشپړېدو له امله، وځنډېد.

 د مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون په دې اړه وايي:«طالبان باید داسې اقدامات وکړي چې د مذاکرې د پيل لپاره زمینه برابره شي او طالبان باید پر یوې نېټې سره سلا شي.»

حکومت د ۴۰۰ لانجمنو طالب بندیانو له ډلې یوازې ۸۰ تنه یې ازاد کړل او له طالبانو یې وغوښتل چې هغه ګومانډيي ځواکونه چې له دوی سره په بند کې دي ازاد کړي.

د حکومت له خوا د طالب بندیانو د خلاصون بهیر درېدل او د شپږ طالب بندیانو په اړه د ځينو بهرنیو هېوادونو ملاحظه، په ښکاره د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د پيل په وړاندې دوه ستونزې شمېرل کېږي او دغه بهیر یې ځندولی دی.

بلخوا ولسمشر د جمعې پر ورځ په ارګ ماڼۍ کې په یوې کلتوري غونډه کې سولې ته د رسېدو د څرنګوالي په تړاو وغږېد.
 
ولسمشر اشرف غني وویل:«زموږ کوچنۍ ورکه شوی څيز ټیکاو دی... په افغانستان کې ثبات د جمهوریت او د ولسواکۍ له چارچوکاټه پرته راتلای نه شي.»

د بندیانو د خوشي کېدو په تړاو د ولسمشر له فرمان نه د نژدې دوو اوونیو په تېرېدو سره، حکومت لا هم د بندیانو د خوشي کېدو لپاره پر خپلو غوښتنو ټینګار کوي.
تر دې وړاندې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار ویلي دي چې طالبان باید هغه کومانډویان او پيلوټان ازاد کړي چې ورسره یرغمل دي.

طالبان د دغو بندیانو د شمېر او هویت په تړاو معلومات نه ورکوي، خو وایي چې د افغان ځواکونو د زرو بندیانو د خوشي کېدو په برخه کې یې خپله ژمنه عملي کړې ده.

د شپږو هغو طالب بندیانو پر خوشي کېدو د اسټرالیا او فرانسې ملاحظه چې د دغو هېوادونو د وګړو پر وژلو تورن دي؛ د دغه بهیر پر وړاندې یو بل خنډ دی.
 
پخوانی جهادي مشر محمد اسماعیل خان وویل:«افغان حکومت غوښتي وي او که نه؛ لکه څرنګه چې ټولې سرې کرښې ماتې شوې، دا هم ماتېدونکې ده.»

پخوانی طالب قومندان سید اکبر اغا هم وايي:«په خپله افغانان دې هوکړه وکړي. د فرانسې د ملاحظې مسله ده چې هغوی زموږ هېواد ته د جګړې لپاره راغلي وو.»

د څلور سوه طالب بندیانو د خوشي کېدو لپاره د لویې جرګې له پرېکړې وروسته، ولسمشر هم د دغو بندیانو د خوشي کېدو فرمان صادر کړ؛ خو د شاوخوا ۸۰ تنو دغو بند یانو له خوشي کېدو وروسته دا بهیر ودرول شو. دغه کار د ولسمشر د فرمان د عملي کېدو څرنګوالی هم له پوښتنو سره مخ کړی دی.

حقوق پوه سبحان مصباح په دې اړه وویل:«افغان حکومت مکلف دی هغه فرمانونه چې د ولسمشر له خوا صادر کېږي عملي کړي.»

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي دي چې د بین الافغاني خبرو د پېلېدو ځنډ ته هېڅ مشروع پلمه پاتې نه ده.

شریک یي کړئ