Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ملي امنیت په کابل کې د داعش ۸ غړي نیولي

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د دغه بنسټ ځانګړو ځواکونو، د داعش اته تنه غړي چې د ترهګریزو بریدونو پر پلان بوخت وو، په کابل کې د څو جلا عملیاتو په پایله کې نیولي دي.

د دغه بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې نیول شويو کسانو د جوماتونو او مدرسونو په نامه پیسې غونډولې او دا کسان ننګرهار ته د جنګیالیو په لېږد، د مایونو په ځای پر ځای کولو، د کسانو ترور، د چاودېدونکو توکو لېږد، ډاګیزه ونډه لرله.

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، جاوېد، عزیزالله، بلال، صدیق الله، قدرت الله، اکرام الله، محیب الله او علي احمد نیول شوي کسان دي.

په دغې خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي دي چې دغو کسانو اعتراف کړی چې موده وړاندې له داعش ډلې سره یوځای شوي دي او ټاکل شوې وه چې په هېواد کې ترهګریز بریدونه ترسره کړي.

شریک یي کړئ