د ملي دفاع وزارت وايي، اړتیا ده چې د افسرانو په ذاتي چارو قانون کې بدلون راوستل شي او له مخې یې هغه افسران چې عمرونه یې د ۵۵ کلونو زیات دي تقاعد ورکړل شي او له دې سره ځوانو افسرانو ته لار هواره شي.
د افسرانو د ذاتي چارو د قانون له مخې چې په ۱۳۸۸ کال کې توشیح شوی، د تقاعد عُمر ۶۵ کاله بلل شوی دی، اوس حکومت وايي د امنیتي ځواکونو د ځوانولو لپاره به په دغه قانون کې تعلایلات رامنځته شي.
ددغې طرحې له مخې به د ډګروالانو لپاره د تقاعد عُمر ۵۵ کاله، د تورن جنرالانو لپاره ۵۸ کاله او د ډګرجنرالانو لپاره شپيته کاله وي.
د ملي دفاع وزارت ویاند، دولت وزیري څرګندوي:«دا کار د دې لپاره دی چې اردو پرمختګ وکړي، ځوانه شي او پیاوړې شي او دښمن ته لا سخت ګوزارونه ورکړي او د اندېښنې وړ خبره نه ده.»
په همدې حال کې د پوځي چارو کارپوهان وايي که د افسرانو د ذاتي چارو په قانون کې نوي تعدیلات عملي شي، کابو دیارلس زره افسران به تقاعد او نوي افسران به په امنیتي ځواکونو کې شامل شي.
د پوځي چارو کارپوه، صالحمحمد ریګستاني زیاتوي:«کلونه کېږي چې په امنیتي ځواکونو کې بدلون نه وه، موږ هر کال زرګونه ځوانان له پوځي مرکزونو فارغوو، خو په اردو کې ورته ځای نه وي، دا ډېر ښه ګام دی چې پورته شوی دی. هغه کسان چې تقاعد کېږي، امتیازات یې ساتل کېږي.»
خو دا طرحه د ولسي جرګې د رئیس، عبدالرووف ابراهیمي او د یو شمېر پخوانیو پوځیانو له مخالفت سره مخامخ شوې ده.
د ولسي جرګې رئیس، عبدالرووف ابراهیمي وايي:«په اوسنیو شرایطو کې چې تجربه لرونکي جنرالان دي تقاعد ورکوي، فکر کوم چې افغانستان کې به بله ستونزه ولرو.»
پخوانی پوځي، عتیق الله امرخیل زیاتوي:«موږ که تجربه لرونکي کسان یوې خوا ته کړو او پر ځای یې بې تجربه کسان راولو، دا کار به جګړه کې مرګ ژوبله زیاته کړي.»
د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان وايي په کال کې کابو اته زره پوځیان له ښوونیزو ادارو فارغیږي او ددغو بدلونونو له مخې به په زرګونه ځوانان په امنیتي ځواکونو کې شامل شي.