د یاد بنسټ د شمېرو له مخې د روان کال نومبر میاشتې تر وروستۍ پورې د افغانستان د کورنیو بېځایه شویو شمېر ۵۱۵۸۱۵ تنو ته رسېدلی دی او دا شمېر د تېر کال په پرتله ۴۷۱ زره کسانو وو لوړی شوی دی.
د دې شمېرو له مخې تېر کال په پرتله د بېځایه شویو شمېر ۱۵ سلنه زیات شوی دی.
په افغانستان کې د تېرو پنځو کلونو راهیسې د بېځایه شویو شمېر ۳،۱ میلیونه کسانو ته رسېږي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو دفتر رئیس، دامنیک پارک وویل:«افغانې کورنۍ کله چې د جګړو له امله خپل کورونه پرېږدي نو له ډېرو ستونزو سره مخامخ کېږي. ډېر شمېر یې خپل هر څه له لاسه ورکوي. دوی نشي کولی خپل ماشومان ښوونځیو ته ولیږي او ورته سم خواړه برابر کړي.»
د جګړې اوږدېدو له امله د بېځایه شویو کسانو شمېر اندېښنې هم زیاتې کړې دي.
روان زیږدیز کال کې د بېځایه شویو کسانو شمېر د ۲۰۱۳ کال په پرتله څلور او د ۲۰۱۴ کال په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښیې. لکه څنګه چې سږ کال له ۳۹۹ ولسوالیو څخه د ۱۹۸ څخه یې د جګړو راپور ورکړل شوی نو د افغانستان ټول ولایتونه د بېځایه شویو کسانو کوربه دي.
د کورنیو بېځایه شویو کسانو ترڅنګ له پاکستان څخه د غیر قانوني ۶۰۰زره کډوالو راتګ هم اندېښنې راپورته کړې دي. دا کډوال هم د نه پام له مخې په بد حالت کې ووسي.
ډېر شمېر کورنۍ چې کولی شي خپلو کلیو ته ولاړ شي خو د نا امنیو له امله کار، ښوونځیو او روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله ښارونو ته ځي. او دا شمېر ډېر زیات دی.
د ملګرو ملتونو لوی منشي ځانګړي استازي، مارک باوډن په دې راپور کې ویلي دي:«د کډوالو شمېر زیاتوالي له امله دوی خپلو کورنو ته نشي ستانه کېدی، بشري ټولنه، حکومت او پراختیايي شریکان یې باید په دې برخه کې کار وکړي تر څو هغه کورنۍ چې د بېځایه کېدو له ګواښ سره مخامخ دي ستونزې یې هوارې شي.»
دی زیاتوي:«زه په دې اړه یوازې اندېښنه نه لرم چې په دې وروستیو کې د بېځایه شویو شمېر زیات شوی دی، ترڅنګ یې ډوی له ستونزو سره مخامخ دي.موږ باید ډاډه شو چې دوی مرستې ترلاسه کوي.»
راپور زیاتوي چې د روان کال نومبر تر ۳۰ پورې د ۱۵۲ میلیونو ډالرو څخه ۴۵ سلنه یې مرسته شوې دي. دا شمېره مرسته کوي چې کډوالو ته د خوړو، سرپنا، روغتیا، اوبو او پاکوالي په برخه کې پولې ته نېږدې خدمتونه ورسېږي.