ملګرو ملتونو افغانستان کې د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې تاوتریخوالی ودروي.
دغه بنسټ نن(پنجشنبې د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) همداراز له ټولو خواوو د ملکي کسانو خوندیتوب او د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو ته د زمینې برابرولو هڅو غوښتنه کړې ده.
ملګرو ملتونو همداراز افغانستان کې وروستي بریدونه چې په کې د مدڼي ټولنې غړي ووژل شول د اندېښنې وړ بللي دي.
یاد بنسټ خبرپاڼه کې ویلي دي:«د مذهبي مشران، روغتیايي کارکوونکو، قضايي کارکوونکو، مدني فعالانو، غیردولتي بنسټونو او خبریالانو پر وړاندې هدفي بریدونه بوګنونکي او جنایتکارانه دي. ملګري ملتونه له مسوولینو تمه لري چې د دغو بریدونو عاملین عدالت ته وکاږي.»
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرالاینز ویلي دي:«افغانانو ډیر کار تر سره کړ او یولړ زړور تصمیمونه یې ونیول تر څو د بین الافغاني خبرو اترو دې بیساري پړاو ته ورسیدل. زه له ښکیلو خواوو غواړم چې د سولې د خبرو اترو د پیل لپاره تیاری ونیسي، د ملکي وګړو د ژوند دخوندیتوب لپاره د کلکو ګامونو په پورته کولو سره سولې ته خپله ژمنتیا وښیي او تاوتریخوالی کم کړي.»
راپور همداراز وايي چې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې لومړنۍ موندنې ښیي، چې د ملکیانو په وړاندې د قصدي بریدونو له کبله څه باندې ۸۰۰ ملکیان وژل شوي او ټپیان شویدي.
یوناما تقریبا ددغو نیمایي ملکي مرګ ژوبلې مسوولیت طالبانو ته راجع کوي.
ملګري ملتونه یوځل بیا ټینګار کوي هغه بریدونه چې په قصدي توګه د افغانستان ملکي وګړي په نښه کوي د نړیوال بشردوستانه قانون څخه جدي سرغړونه ده چې ممکن جنګي جرمونو وبلل شي.
یوناما همداراز ویلي چې په ملکي میشتو سیمو کې د ځمکنیو نښتو پرمهال ملکي وګړو ته د غیر مستقیمو ډزو له امله دوامداره زیانونو اوښتلو ته پام د ۲۰۲۰ کال په دویمه ربع کې د ملکي تلفاتو شاوخوا ۲۵ سلنه جوړوي.
یاد بنسټ همداراز له ښکېلو خواوو غوښتنه کړې ده چې د کوویډ نولس ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې دې پام وکړي.