Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'افغانستان کې د امریکا پر ضد د ایران له فعالیتونو اندېښنه لرو'

د امریکا متحده ایالاتو د سنتکام مرکزي قومندانۍ قومندان، جنرال کنت مکنزي ویلي دي چې ایران "افغانستان کې د خپلو نیابتي ډلو له لارې" امریکايي او ائتلاف ځواکونو ته زیان رسوي.

هغه چې لنډ وخت کې له افغانستانه لیدنه کړې، ویلي دي‎ چې افغانستان کې د ایران" د شرورانه لاس وهنې بهیر" ویني.

دغه امریکايي جنرال زیاتوي، افغانستان کې د ایران د فعالیت شواهد لیدل ښیې چې امریکايي او ائتلاف ځواکونو ته یې ګواښونه متوجه کړې دي.

هغه څرګندوي:«ایران تل د افغانستان په مسایلو کې تر یوه حده منفي ونډه درلوده، خو دوی ښایې فرصت ته په تمه وي.»

د امریکا او ایران ترمنځ وروسته له هغې اړیکې خړې شوې چې امریکا په عراق کې د ایران د سپاه پاسدارانو ډلې د قدس مشر، قاسم سلیماني د روان زیږدیز کال د جنوري په میاشت کې د هوايي برید په پایله کې وواژه.

‎مخکې له دې افغان سیاستوالو هم ویلي وو چې افغانستان کې د سولې خبرو سره هم مهاله به د سولې خبرو پر بهیر بې اغېزې نه وي.

دغو سیاستوالو تېره اوونۍ د افغانستان ستراتیژیکو څېړنو مرکز په "د امریکا او ایران ترمنځ ناندرې او پر افغانستان یې اغېز" نامه لاندې غونډه کې ګډون کړی وو، ټینګار یې وکړ چې د ایران او امریکا ترمنځ ناندرې به سولې ته د افغانستان لاسرسی ستونزمن کړي.

له بلې خوا د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې شنبې له غرمې مخکې  کابل کې له ولسمشرۍ ماڼۍ کې له ولسمشر غني سره ولیدل.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو دفتر وویل چې په دغې لیدنه کې خلیلزاد، دافغان سولې په اړه له طالبانو او پاکستاني چارواکو سره د خپلو وروستیو خبرو په اړه ولسمشر غني ته معلومات ورکړي دي.

د ارګ د خبرپاڼې پر بنسټ خلیلزاد ولسمشر ته ویلي چې "له طالبانو سره په خبرو اترو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی او هیله لرو چې په دې برخه کې یوې پایلې ته ورسېږو."

خلیلزاد کابل ته له خپل سفر مخکې بروکسل او اسلام آباد ته تللی و؛ او د دغه هېواد له چارواکو سره لیدلي و.

له دې ټولو سره افغان سیاستوال تمه لري چې زلمی خلیلزاد له حکومتي مشرانو او سیاستوالو سره تر کتنو وروسته، د تاوتریخوالي د کمښت طرحه وروستۍ کړي.

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي کابل ته له راتګه مخکې، طالبانو ته د تاوتریخوالي د کمښت د مودې د غځولو وړاندیز هم سپارلی دی.

د امریکا متحده ایالاتو مرکزي قومندانۍ قومندان افغانستان کې د دغه هېواد پر وړاندې د ایران فعالیت په تړاو اندېښنه لري

شریک یي کړئ