د ننګرها ځايي چارواکي د دې پخلی کوي چې د دغه ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو په پوځي عملیاتو کې، لږ تر لږه ۶ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی طلوع نیوز ته وايي چې دغه عملیات، تېره شپه د ځانګړو ځواکونو له خوا د خوګیاڼو ولسوالۍ په مېملې سیمه کې د طالبانو پر ضد ترسره شوي وو.
ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي چې په دغو پوځي عملیاتو کې ۱۸ موټر او ۶ موټرسایکلونه هم ویجاړ شوي دي.
له دې جوخت د ننګرهار د والي ویاند وايي چې درې تنه شکمن کسان هم د ځانګړو ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
دغه ولسي وګړي په داسې حال کې په نښه کېږي چې په دې وروستیو کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې شمېر زیاتوالی موندلی دی.
د ملګرو ملتونو سازمان د اپرېل میاشتې د رپوټ پر بنسټ، د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ میاشتې له پیله تر مارچ پورې په افغانستان کې، ۲ زره او ۲۵۸ ولسي وګړي وژل او ټپيان شوي دي.