په ننګرهار کې د مومندو قومي شورا پر دفتر وسلهوال برید شوی چې په پایله کې یې د یوه پولیس په ګډون دوه ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د یاد ولایت امنیه قومندان وايي، د جمعې ورځ سهار وختې نېږدې اوه بجې د جلال اباد ښار څلوېښت مټره سړک اړوند د ولسي جرګې غړي فریدون خان مومند مېلمستون او د مومندو قومي شورا پر دفتر ډلهییز وسلهوال برید شوی چې یو پولیس او دوه ملکي وګړي پکې وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د ولسي جرګې غړي فریدون خان مومند په خبره، یاد برید د شپږ تنو وسلهوالو له لوري شوی وه چې یو تن یې وژل شوی؛ خو پنځه نور بریدګر نادرکه شوي دي.
د پېښې عیني شاهدان وايي، چې وسلهوالو لومړی د دغه دفتر پر ساتونکو ډزې وکړې او ورپسې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړل شوه.
د ننګرهار د امنیه قومندان غلام سنایي ستانکزي په وینا، په دغه وسلهوال برید کې د پولیسو د یوه سرتېري په ګډون دوه ولسي وګړي وژل شوي چې همدا راز یو بریدګر هم په مخامخ نښته کې وژل شوی دی.
تر دې وړاندې څو ځله د ولسي جرګې غړي فریدون خان مومند پر کور او موټرو ځانمرګي بریدونه شوي ، خو دی ترې ژغورل شوی دی.