د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار کې د ماین چاودنې له کبله یوه ملکي کس ژوند له لاسه ورکړی او ۲ نور ټپیان دي.
ننګرهار کې ځیني مسوولین وايي چې چاودنه سهار نیږدې نهه بجې(یک شنبې د غبرګولي په ۲۵مه نېټه) د یاد ولایت ګمرک ته نېږدې شوې ده.
د یاد ولایت د ګمرک رییس، نصرالله صاحبزاده څرګندوي چې د ګمرک کارکوونکو ته زیان نه دی رسېدلي.
د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې دپېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او حالت یې ښه دی.
د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.