د ننګرهار ځايي چارواکي د دې پخلی کوي چې د دغه ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې په یوه واده کې ځانمرګي برید شپږ تنه وژلي او تر ۱۴ تنو یې ټپيان کړي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼۍ وايي چې دا چاودنه د پچیراګام ولسوالۍ لاندې پچیر سیمه کې د ولسي پاڅون کوونکو قومندان ملک تور د وراره په واده کې شوې ده.
هغه وايي چې دا ځانمرګی برید د یوه ماشوم له خوا شوی دی.