د بلخ لیرې کړی شوی والی عطا محمد نور ګواښ، چې هېڅکله به دغه ولایت ته د ولسمشر له لورې ګمارل شوي والي انجینر داوود ته د ورتلو اجازه ورنهکړي.
عطامحمد نور ټینګار کوي، کهچېرې حکومت د هغه په وړاندې له زور نه کار واخلي، دی به یې هم په وړاندې یې ودرېږي.
نور په زغرده دا هم ویلي چې د ملي یووالي حکومت تر پایه به د بلخ والي پاتې شي.
د ولسمشر غني له لورې د بلخ لیرې کړی شوي والي عطامحمد نور په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د بلخ ولایت پر مقام د هغه پایدل سره کرښه ده او دا چې ګوښه کېدو ته چمتو نه دی.
ښاغلي نور په دې اړه څرګنده کړه:«حکومت کهچېرې د غوسې ځواک ته مخ کړي، نه یوازې دا چې موږ او زموږ ملت درېدنه کوي چې تاسې د افغانستان ځواک وېش خوا ته بیایئ. ډېره تېروتنه مو کړې ده او دا خطرناکه تېروته د هېواد د برخلیک په بل مخ اړوي، دا تېروته مه کوئ.»
عطا محمد نور وایي، له حکومت سره د جمعیت اسلامي د خبرو دوه پړاونه پای ته رسېدلي او درېیم پړاو به یې د شنبې په ورځ وي.
ښاغلی نور د ملي یووالي حکومت د رامنځته کیدو پر هوکړه لیک ټینګار کوي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې په دې اړه چوپ پاتې نشي.
نوموړي یو ځل بیا په ټینګار سره ویلي چې د حکومت په وړاندې له خپل دریځ څخه نه اوړي.
هغه په دې اړه په ډاګه کړه:«جمعیت اسلامي او حکومت ترمنځ خبرې اترې پیل شوې، تېره ورځ دویمه مذاکره وه او ټاکل شوې ده چې د شنبې په ورځ درېیمه مذاکره یې وي. هغوی، ځینې څرګندونې او طرحې لري چې ستاسو له هیلو (د بلخ د خلکو) سره اړیکه لري. زه ډاډه یم چې د جمعیت اسلامي مشرتابه ستاسو له حقونو دفاع کوي.»
له بلخوا عطامحمد نور له نړیوالې ټولنې په تېره بیا ملګروملتو له سازمانه غواړي چې د ملي یووالي حکومت د سیاسي هوکړې په عملي کولو کې بې پامي ونهکړي ځکه د هغه په وینا په هېواد کې د کړکېچ د مخنیوي یوازینۍ لار د دغې هوکړې عملي کول دي.
په دې لړ کې د کابل په ناسته کې د اسلامي جمعیت یو شمېر غړي د اسلامي جمعیت او حکومت ترمنځ خبرو پایلو ته هیله من دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ کابو دوې اوونۍ مخکې اعلان وکړ چې عطامحمد نور له بلخ ولایته استعفا کړې او پرځای یې انجینر داوود معرفي کړ خو عطامحمد نور تراوسه د حکومت دا پرېکړه نه ده منلې.