Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هغه چارواکي چې خپلې شتمنۍ یې تراوسه ثبت کړې نه دي

له دارې فساد سره د مبارزې عالي اداره وايي چې ۱۵ والیانو خپلې شتمنۍ ثبت کړې نه دي او د کابینې د یوې مصوبې پر بنسټ حقوق او امتیازونه یې باید وځنډول شي.

د دغه ادارې رییس وايي له دې سره چې ډېریو دغو والیانو ته کابو یو کال وړاندې د شتمنیو د ثبت فورمې استول شوې وې؛خو دغو والیانو قانون تر پښو لاندې کړی ده.

په همدې حال کې د سمه‎ييزو ارګانونو اداره وايي چې دغو والیانو په قصدي توګه دغه کار نه دی ترسره کړی او ډېر ژر به خپلې شتمنۍ ثبت کړي.

د پکتیکا والي الیاس وحدت، د زابل والي بسم‌الله افغان‌مل، د کاپيسا والي سید محمد خالد، د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور ، د فاریاب والي سید انور سادات، د غزني والي کریم متین، د نورستان والي حافظ عبدالقیوم، د بدخشان والي احمد فیصل بیکزاد، د کندز والي اسدالله عمرخېل، د بغلان والي عبدالستار بارز، د پکتیا والي زلمی ویسا، د کندهار والي همایون، د ارزګان والي نذیر احمد، د خوست والي حکم خان حبیبی او د هلمند والي حیات الله حیات هغه ۱۵ چارواکي دي چې تراوسه یې خپلې شتمنۍ نه دي ثبت کړې او د کابینې د مصوبې له مخې یې معاشونه ځنډول کېږي.

له داري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې رییس حسین فخري وايي:«دغو کسانو تراوسه خپلې شتمنۍ هېڅ ثبت کړې نه دي.د قانون پر بنسټ موږ باید د هغوی نومونه خپاره کړو.»

له بلخوا د سیمه‎يیزو ارګانونو اداره د دغو والیانو د شتمنۍ نه ثبتول تخنیکي ستونزه بولي.

د سیمه‎ييزو ارګانونو ادارې ویانده منیره یوسف‎زاده وايي:«موږ له اړوندو بنسټونو سره اړیکې نیولې دي او تر یوې راتلونکې اوونۍ به دغه ستونزې حل شي.»

د ولسي جرګې غړي محمد عبده هم په دې اړه څرګنده کړه:«ښايي چې دغه کسان ډېرې باد راوړې شتمنۍ ولري؛له همدې امله نه غواړي خپلې شتمنۍ ثبت کړي،ځکه چې خلک له هغوی څخه پوښتنه کوي چې دغه پیسې مو له کومه ځایه راوړي دي.»

له فساد سره د مبارزې د عالي ادارې په وینا د ولسمشر او اجرايي رییس پر مرستیالانو جنرال دوستم او انجینرمحمدخان سربېره، د ملي امنیت عمومي رییس، د ملي دفاع وزیر، د پېښو په وړاندې د چمتووالي په چارو کې د دولت وزیر، د ځمکو د خپلواکې ادارې دوه مرستیالان او د سکتوري ادارو اتو مرستیالانو هم خپلې شتمنۍ نه دي ثبت کړې.

شریک یي کړئ