یوې سرچنې طلوع ته ویلي چې ۱۱ پولیس دوشنبې ماښام(دکب۹مه) د هلمند لښکرګاه ښار په یوې پوستې کې وژل شوي دي.
دا سرچېنه زیاتوي چې یوه نفوذي طالب دا افغان سرتېري د ښار په دوهمې حوزې په سورګودر سیمه کې وژلي دي.
ویل شوي چې یاد سرتېري د موسیکلا پورې اړوند دی، خو د دې ولسوالۍ د نسکورېدو له امله دوی په لښکرګاه ښار کې دنده ترسره کوله.
سرچینه وايي چې نفوذي کس له پېښې وروسته په تېښته بریالی شوی.
امنیتي او حکومتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.