Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هندوان:زورواکو زموږ ځمکې غصب کړې دي

په ننګرهار کې آهل هنود له سختو ستونزو سره مخ دي او آن د ځمکو په ګډون یې زورواکو کورونه هم ترې په زور نیولي.

په دې ولایت کې مېشت سکهان وایي، چې په تېرو کالونو کې یې زورواکو کورونه او ځمکې په زور ونیولې او د حکومت د نه پاملرنې کبله ډېری کورنۍ بېرته هندوستان ته ستنې شوې.

د ننګرهار د ولایتي شورا هم د حکومت بې پامۍ ته اشاره کوي ؛خو ولایتي اداره وایي، چې د آهل هنودو سره همکاري کوي.

یو له سکانو څخه وايي: "زوروکي زموږ ځمکې نیولې دي او په خپلو نومونو قبالې جوړوي او څوک نه‎شته چې زموږ له حق څخه دفاع وکړي".

یو بل سک وویل: "په تېر وخت کې په ننګرهار کې زموږ شمېر ډېر وو؛خو اوس یې شمېر کم دی؛ځکه چې ستونزې ډېرې دي او هغه ژمنې چې د حکومت له خوا موږ سره کېږي عمل پرې نه کېږي".

د ننګرهار د ولایتي شورا غړي هم په تعلیمي او بېلابېلو برخو کې د آهل هنودو د ستونزو په نه هوارۍ کې حکومت ګرموي.

د ننګرهار د ولاتي شورا غړې حمیرا رفیع په دې اړه وویل: "په هېڅ برخه کې ورته پاملرنه نه ده شوې،بلکې پرې ظلمونه شوي دي او ورسره بد چلند کېږي.همدارنګه دولت هم ورته پاملرنه نه ده کړې او د افغان په توګه هغوی ته نه‎ګوري.او فکر کوي چې هغوی کډوال دي او د هندوستان دي،خو هغوی افغان دي.د روزنې په برخه کې د هغوی ماشومانو ته ځانګړی ښوونځی جوړ شوی نه دی چې لوړو زده‎کړو ته لاسرسۍ پیدا کړي".

خو چارواکي ادعا کوي چې په ننګرهار کې یې د مېشتو سکهانو ستونزې هوارې کړي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیانی وايي: "اوس موږ له هغوی سره مرسته کوو او په مشخصو سیمو کې د هغوی ښوونکو ته معاش ورکو او کتابونه ورکو او همدارنګه په نورو مراسمو کې له هغوی سره امنیتي مرسته کو او همدارنګه له هغوی سره مو نقدي مرستې کړې دي ترڅو خپل مراسم په سمه توګه ترسره کړي او زه فکر کوم هر وخت هڅه شوې ده چې له اهل هنود ورونو سره ډېره همکاري وشي".

سکهان په افغانستان کې له شاوخوا یو نیم زر کالو راهیسې مېشت دي چې د کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې ډېری یې د یوناني دواګانو پر کاروبار اخته دي.

د ټولنیزو چارو د کارپوهانو په باور له اهل هنود سره د بدچلنۍ یوه انګېزه په هېواد کې دا ده چې هغوی ته کافر وايي په داسې حال کې چې د هېواد د اساسي قانون په ۲۲ مادې کې راغلي دي چې د افغانستان د وکړو ترمنځ هر ډول امتیاز ممنوع دی.

د بشپړ رپوټ د لیدو لپاره دا ځای کېکاږئ:

هندوان:زورواکو زموږ ځمکې غصب کړې دي

په ننګرهار کې آهل هنود له سختو ستونزو سره مخ دي او آن د ځمکو په ګډون یې زورواکو کورونه هم ترې په ز

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه