Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

وحیدي د مخابراتو په وزارت کې د فساد تورونه رد کړل

د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیر عبدالرزاق وحیدي نن سې‎شنبې (مرغومي په ۱۴ مه) په دغه وزارت کې د فساد شتون رد کړ.

تېره ورځ یوې دولتي سرچینې ویلي وو چې ښاغلي وحیدي چې ښاغلي وحیدي د هغه پلاوي په کار کې لاسوهنه کړې چې په دغه وزارت کې د فساد په څېړنه بود وه.

په همدې حال کې د روڼتیا د څار بنسټونه وايي چې د مخابراتو پر وزارت د فساد تورونه له مخکې مطرح وو او د هغه د دندې په ځنډولو کې هم ځنډ شوی.

وحیدي وویل:«په پرېکنده توګه پټ کاري او  نه هم په دنده کې بې پروايي، نه د فساد په وړاندې بې تفاوتي شتون نه‎لري.»

وحیدي د خپلې دندې د ځنډولو یو لامل د ګرځنده ټلېفونونو د عوایدو د سیسټم په جوړولو کې ځڼد ګڼي او ټینګار کوي خپلې هڅې یې تر هغه ځایه چې په نوموړي پورې اړوندې وې ترسره کړې دي.

ښاغلي وزیر زیاته کړه:«د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت خپل اقدام په رڼه توګه ترسره کړی او په دې اړه سند هم لري.»

له دې جملې د افغانستان د روڼتیا بنسټ وايي پر عبدالرزاق وحیدي له دې مخکې تورونه مطرح و او د نوموړي د دندې د ځنډولو په اړه پریکړه په ځنډ شوې ده.

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ د عدالت غوښتنې د څانګې مسؤول محمد ناصر تیموري وايي:«د مخابراتو وزارت قضیه څو میاشتې وړاندې عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل شوې وه هغه مهال باید د مخابراتو د مشرتابه دنده ځنډول شوې وای او حتا ممنون الخروج شوای وای،ترڅو هغه تورونه چې په دې لګېدلي وو هغه یې پاک کړي وای.»

لویه څارنوالي او ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه څه نه وايي.

عبدالرزاق وحیدي له سیاسي پلوه د اجرایي ریس عبدالله عبدالله په دوهم مرستیال محمدمحقق پورې تړاو لري او دا د ملي یووالي حکومت لومړی وزیر دی چې د اداري فساد په تور له پلټنو سره مخامخ شوی دی.

شریک یي کړئ