د کندهار ځايي چارواکو د شنبې په ورځ (د کب په ۱۱مه) د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره ویلي چې په دغه ولایت کې د سېلاونو له راوتو سره، ۱۲ تنه وژل شوي او ۱۸ تنه نور ټپيان شوي دي.
د ځايي چارواکو په وینا د ټپیانو په منځ کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.
د کندهار ځايي چارواکي وايي چې په دې وروستیو کې د بارانونو پرلهپسې اورښتونه د دې لامل شوي چې په ځينو ولسوالیو کې سېلاونه راشي.
د کندهار ولایت سکټوري رییس عبدالحکیم حکیمي وايي چې د دغو سېلاونو په پایله کې، ۱۵۷۵ کورونه ویجاړ شوي او څه باندې ۱۲۰۰ تنه د امنیتي ځواکونو لخوا ژغورل شوي او امنیو ځایونو ته وړل شوي دي.
په ورته وخت کې د کندهار والي حیات الله حیات له امنیتي او هوايي ځواکونو مننه کوي او له مرستندویه بنسټونو غواړي څو زیانمنو ته خوراکي او ناخوراکي توکي چمتو کړي.