Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

وریماچ:ټاکنې به په روان کال کې ترسره نه‎شي

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس امام محمد وریماچ وايي چې د حکومت د وخت ضایعه کولو ټاکنې ځنډولې دي.

ښاغلي وریماچ د شنبې په ورځ (د غوايي په ۳۰ مه)له طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل چې حکومت تراوسه نه دی توانېدلی چې د ټاکنو بودیجه چمتو کړي او همدارنګه د ټاکنو د حوزو د امنیت د ټينګښت په اړه ډاډ نه ورکوي؛ له همدې امله ټاکنې په په روان کال کې ترسره نه‎شي.

له برېښنايي سیستم څخه په ټاکنو کې د کار اخیستو پروګرام هم ۲۰ ورځې وړاندې حکومت ته وسپارل شو، خو په دې اړه د حکومت ځواب روښانه نه دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون حکومت د وخت په ضایعه تورنوي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس امام محمد وریماچ په دې اړه وویل:«کمېسیون د دې موضوع  په اړه ډېر جدي دي او همدارنګه اندېښمن دی چې موږ د وخت د له لاسه ورکولو په حال کې یوو. له بده مرغه پرېکړې په جدي توګه او په خپل وخت نه درسره کېږي.»

اخوا ولسمشرۍ ماڼې وايي چې حکومت ډ ټاکنو امنیت او بودیجې ته ژمن دی، خو نور کارونه د ټاکنو کمېسیون پورې اړه لري.

  د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي په دې اړه وویل:«د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید وڅېړي چې یو ولایت یوه حوزه په پام کې نیسي او که څو حوزې.ایا رای ورکوونکي له پخوانیو کارتونو سره رایه ورکوي، که له نویو کارتونو او بلې طریقې سره؟ او له ټولو مهه، دا چې د کورنیو کارکوونکو په اړه څه ډول پرېکړه نیسي او د ټاکنو مهال وېش څه ډول تنظیموي.»

اخوا په ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي چې شونې نه ده چې د ملي شورا ټاکنې په روان کال کې ترسره شي. دا بنسټونه حکومت او د ټاکنو خپلواک کمېسیون په دې برخه کې په بې پامې تورنوي.

د فیفا اجرائیه رییس یوسف رشید وویل:«کمېسیون غواړي چې بیا ملامتي پر حکومت واچوي او پر دې قناعت کوي چې موږ خپله طرحه چمتو کړې او د حکومت د پرېکړې په تمه یوو؛خو دغه موضوع د خپلواکۍ له پلوه کمېسیون ته زیان رسوي او حکومت هم له دې اوزاري او وسیله‎يي استفاده کوي.»

د ټاکنو ځنډېدو د ولسي جرګې د غړو تند غبرګون هم راپارولی دی.

د ولسي جرګې غړی عبدالرحیم ایوبي په دې اړه وویل:«ټاکنې هغه حق دی چې قانون خلکو ته ورکړی.. ایا د ټاکنو خپلواک کمېسیون کولای شي د هېواد په ناامنو سیمو کې حوزوې ووېشي؟ د بېلګې په توګه باغران او سنګین؟»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون به په راتلونکې اوونې کې د رایې ورکولو د مرکزونو د څېړنې بهیر به پیل کړي.

 د دې کمېسیون د دارالانشا په وینا د ټاکنو د وخت او ترسره کېدو په اړه به په راتلونکې اوونې کې پرېکړه وشي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارلانشا رییس، حکومت د وخت په ضایعه کولو تورن وي او وايي چې له دغه وضعیت سره به په روان کال کې ټاکنې ترسره نه‎شي.

شریک یي کړئ