Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر د عینو مېنې ښارګوټي د قانوني مراحلو د څېړنې حکم صادر کړ

ولسمشر غني په کندهار کې د عینو مېنې ښارګوټي د قانوني او مسلکي مراحلو د څېړلو حکم صادر کړ.

د ولسمشر غني په یوه فرمان کې چې یوه نسخه یې طلوع نیوز ته رسېدلې، لویې څارنوالۍ ته حکم شوی ترڅو د ملي امنیت عمومي ریاست، ښار جوړونې وزارت، د سیمه‎ییزو ارګانونو او د اراضي له ادارې سره په همغږۍ کې، د عینو مېنې ښارګوټي قانوني او فني مراحل په بشپړه توګه وڅېړي.

په دغه فرمان کې، له یوه پلاوي غوښتل شوي دي چې د ۴۵ ورځو په اوږدو کې، د خپلو څېړنو پایلې ولسمشرۍ مانۍ ته وسپاري.

د عینو مېنې ښارګوټۍ، د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ورور محمود کرزي ل خوا جوړ شوی دی.

دغه ښارګوټۍ چې د ۴ زره هکټاره ځمکې په پراخوالي جوړ شوی، د هېواد یو تر ټولو عصري ښارګوټۍ شمېرل کېږي.

شریک یي کړئ