طلوع نیوز ته سرچینې وايي چې ولسمشر غني، د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال جنرال جانان بارکزی، او لوړپوړی امنیتي مرستیال جنرال اختر ابراهیمي او له ترهګرۍ سره د مبارزې رییس له دندو ګوښه کړي دي.
دننه په کورنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې هم د دې پخلی کړی، خو د هغوی د لیرې کېدو لامل یې په ګوته کړی نه دی.
ولسمشر په داسې حال کې د کورنیو چارو وزارت دا چارواکي لیرې کوي چې کابو یوه میاشت مخکې یې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک هم له دندې لیرې او پر ځای یط امرالله صالح د دغه وزارت د سرپرست په توګه وګوماره.
امرالله صالح هم څو ورځې مخکې له خپلې دندې د دې لپاره استعفا وکړه چې د ولسمشر اشرف غني په ټاکنیزه ډله کې د لومړي مرستیال په توګه راڅرګند شو.