د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر غني د یوه دوه ورځني سفر لپاره قطر ته ولاړ؛ ځکه چې قطر کولی د سولې په خبرو اترو کې ښه ونډه ولوبوي.
په همدې حال کې، کارپوهان وایي چې قطر ته د ولسمشر د سفر موخه له طالبانو سره د قطر ملاتړ لاسته راوړل دي.
کارپوهان ټینګار کوي چې حکومت د سولې په برخه کې له پاکستان څخه نه هیلي شوی او غواړي چې په دې توګه پر پاکستان فشار راوړي.
که څه هم د دغه سفر موخه یوې دوه ورځنۍ نړیوالې ناسته کې ګډون او د قطر امیر سره خبرې ښودل شوې دي، خو د کارپوهانو په باور چې قطر د طالبانو ډېر شمېر مشرانو کوربهتوب سره کولی شي چې د سولې په پروسه کې ښه ونډه ولري.
د طالبانو د رژیم د کانونو مرستیال وزیر، حسنحقیار وايي:«حکومت پوه شو چې پاکستان د سولې په بهیر کې رېښتینی نه دی او اوس قطر چې یو ځواکمن هېواد دی، راضي کړي چې د طالبانو خبرو ته حاضر کړي. هغه طالبان چې په قطر کې د طالبانو د دفتر سیاسي استازي دي او خبره یې د مشرۍ پلاوي سره یوه ده.»
ډېر شمېر په دې باور دي چې له طالبانو سره د پخواني حکومت خبرو اترو ناکاميدو سره په قطر کې اوس د ملي یووالي حکومت هڅه کوي چې په دوحه کې د یادې ډلې دفتر په رسمیت وپېژني او ورسره له سره خبرې اترې پیل کړي.
د سیاسي چارو کارپوه، احمد سعیدي وايي:«فکر کوم چې دافغانستان حکومت ته د اسلام آباد خالي ژمنې زیاتې شوې او اوس حکومت په دې پوهیږي چې که پخوانی سیاست تکرار کړي نو کوم ځای ته نه رسیږي او له هغه ځایه چې د طالبانو ډېر شمېر مشران په قطر کې ژوند کوي، کولی شي چې د قطر دغه غوښتنه ومني.»
د ولسمشر د ویاند مرستیال، ظفر هاشمي چې قطر ته تلی دی، د سیمې هېوادونو څخه هېواد کې د سولې او ټیکاو د راوستو په موخه هڅو کې ستایي او زیاتوي:«قطر په سیمه کې د یوه اسلام نفوذلرونکي هېواد په توګه کولی شي چې افغانستان کې د سولې راوستو په موخه ګټوره ونډه ولري. د دغو خبرو ترڅنګ په افغانستان کې د قطري مشرانو سره د پانګونې په اړه هم خبرې دي.»
د افغانستان حکومت له سولې سره مخالفو ډلو ته شرطونه ایښې دي.
د ولسمشر دوهم مرستیال، سرور دانش وايي:«اساسي قانون ته درناوۍ وکړي؛ تاوتریخوالیو ته نه اوايي او له ترهګرو سره خپلې اړیکې پرې کړي. زه فکر کوم چې د دغه کار ترسره کولو او له دولت سره د مخالفو ډول خبرو اترو ته حاضریدل به د افغانستان په ګټه وي.»
سره له دې چې د طالبانو سیاسي دفتر په قطر کې دی، د هغې ترڅنګ د یادې ډلې ۵مهم غړي ملا نورالله نوري، ملا عبدالحق وثیق، محمدنبي عمري، ملا خیرالله خیرخواه او محمدفاضل احمد هم چې دوه کاله مخکې د یوه امریکایي سره تېري سره تبادله شول هم په دغه هېواد کې دي.
په دې اړه مو اندونه