ټاکل شوې ده چې ولسمشر غني په باکو کې د اسیا زړه غونډې په څنډه کې، له اذربایجان سره د دوهاړخیزو همکاریو ۷ هوکړهلیکونه لاسلیک کړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي وايي چې د رېل پټلۍ په ځانګړې توګه د لاجوردو د رېل پټلۍ او د دواړو هېوادونو ترمنځ په نېغه توګه الوتنې له لارې د افغانستان او اذربایجان نښلول، په دغو هوکړهلیکونو کې به شامل وي.
ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:«دغه پروژې، نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د لاسرسي لپاره لاره هواروي او افغانستان د سیمې له هېوادونو سره نښلوي او همدارنګه افغانستان کولای شي له دغو پروژو څخه په استفادې سره، توکي له لنډمهال او له کمې بیې سره د نړۍ بازارونو ته ورسوي.»
په همدې حال کې، د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی وايي چې په دغې غونډه کې، حکومت به هڅه وکړي ترڅو اذربایجاني پانګهوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.
هغه په دې اړه څرګنده کړه:«د حکومت هڅه دا ده چې افغانستان د سیمې له اقتصاد او سوداګرۍ سره وتړي او همدارنګه خپلې سوداګریزې راکړې ورکړې د سیمې له هېوادونو څخه بهر ته هم وغځوي.»
د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې پر بنسټ، ټاکل شوې ده دغه هوکړهلیکونه د افغانستان او اذربایجان ترمنځ په لاندې برخه کې لاسلیک شي.
- ګډ هوايي خدماتو
- امنیت او د قانون واکمني
- ټرانسپورټي او بیخبنسټیزه همکاري
- اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ
- کلتوري همکارۍ
- تحصیلي همکارۍ
د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست زیاتوي چې ولسمشر غني اذربایجان ته له سفر وروسته، ډېر ژر به ازبیکستان ته هم سفر وکړي او په دغه هېواد کې به، د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په برخه کې بېلابېل هوکړهلیکونه لاسلیک کړي.